د طالبانو یو پلاوی روانه اونۍ چین ته ځي
![د طالبانو یو پلاوی روانه اونۍ چین ته ځي](https://gdb.rferl.org/9222ffa2-2c7b-4ccc-a2d5-ac9e1df65e13_w800_h450.jpg)
د طالبانو د سوداګرۍ او صنایع وزارت ویاند اخندزاد عبدالسلام جاوید نن رویټرز اژانس ته وویل، چې د سوداګرۍ او صنایع سرپرست وزیر حاجي نورالدین عزیزي به په چین کې د یو کمربند یوې لارې د پروژې په غونډه کې برخه واخلي.
دا غونډه د سې شنبې او چهارشنبې په ورځو په چین کې جوړیږي.
چین او پاکستان د مې په میاشت کې ویلي وو، چې په کابل کې واکمن طالبان به وهڅوي چې د لسګونو میلیارډو ډالرو په ارزښت له دې پروژې سره یوځای شي.
چین د نړۍ د نورو هیوادو په څیر د طالبانو حکومت په رسمیت نه پيژني، خو د طالبانو تر بیا واکمنۍ وروسته یې د افغانستان په ځینو کانونو کې پانګونې ته زړه ښه کړی دی.