په بلجیم کې د دوو سویډني وګړو د وژنې پړه داعش ډلې ومنله
![په بلجیم کې د دوو سویډني وګړو د وژنې پړه داعش ډلې ومنله](https://gdb.rferl.org/01000000-c0a8-0242-0be6-08dbceeb0ee8_w800_h450.jpg)
د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې پر دوو سویډني وګړو د پروني وژونکي برید پړه اسلامي دولت ډلې یا داعش ومنله.
دې ډلې د اعماق په نوم په خپل ټلګرام چینل کې ویلي چې پرونۍ حمله د دې ډلې یوه جنګیالي کړې ده.
بلجیمي چارواکو ویلي، د فوټبال د دوو مینهوالو په وژنه او د یوه بل په ټپي کولو مشکوک کس یو ۴۵ کلن تونسي وګړي دی چې په دې هېواد کې یې د سیاسي پناه غوښتې رد شوې وه، خو دی لاهم په غیرقانوني ډول هلته اوسېده.
مشکوک تورن پرون د بروکسل د شمال په یوه کافې کې په ډزو ووژل شو.