کندهار کې کروندګر او باغ لرونکي د زراعتي درملو له ټیټ کیفیته شکایت کوي
![کندهار کې کروندګر او باغ لرونکي د زراعتي درملو له ټیټ کیفیته شکایت کوي](https://gdb.rferl.org/05e00000-0a00-0242-906c-08d999f9561c_cx9_cy0_cw79_w800_h450.jpeg)
په کندهار کې کروندګر او باغ لرونکي د زراعتي درملو له ټیټ کیفیت څخه شکایت کوي.
دوی وايي، هېواد ته ټیټ کیفیت لرونکي درمل واردېږي چې د درملو کارول یې کښتونو او باغونو ته د ګټې پر ځای زیان اړوي او حاصلات یې د ډېرېدو پر ځای کمېږي.
بلخوا په کندهار کې د طالبانو د کرنې ریاست مسوولان وايي، مسلکي ټیم يې هر وخت د زراعتي درملو نظارت کوي.
نور جزییات د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدلی شئ: