د دولتي اسرارو د افشا کولو په قضیه کې د عمران خان ضمانت رد شو
![د دولتي اسرارو د افشا کولو په قضیه کې د عمران خان ضمانت رد شو](https://gdb.rferl.org/f75d6a17-5b37-4653-a46f-73f990dadfad_cx0_cy6_cw0_w800_h450.jpg)
د پاکستان یوې محکمې د دولتي اسرارو د افشا کولو په قضیه کې د پخواني صدراعظم عمران خان ضمانت رد کړ.
د خان مدافع وکیل نعیم پنجوتا نن پر ایکس شبکې ولیکل چې سترې محکمې د نوموړي د خوشې کېدو ضمانت او د دې قضیې د فسخ کولو غوښتنه رد کړل.
عمران خان تورن دی چې تېر کال یې په واشنګټن کې د پاکستان د پخواني سفیر له خوا استول شوي محرم اسناد افشا کړي دي.
خان دا تورونه رد کړي او وايي، د دې اسنادو منځپانګه مخکې رسنیو افشا کړې وه.
عمران خان چې په ۲۰۲۲ کال کې د پارلمان کې د سلب اعتماد د رایې په نتیجه کې له واکه لیرې شو په لسګونه نورو قضیو کې هم تورن دی.