کندهار ته ستانه شوي کډوال: زمونږ ټوله شتمني په پاکستان کې پاتې شوه
![کندهار ته ستانه شوي کډوال: زمونږ ټوله شتمني په پاکستان کې پاتې شوه](https://gdb.rferl.org/01000000-c0a8-0242-2c11-08dbdbc357e7_w800_h450.jpg)
له پاکستان څخه د سپین بولدک له لارې ستانه شوي افغان کډوال وايي، ټوله شتمني يې هلته پاتې شوې او دوی خالي لاسونه راغلي دي.
دوی غوښتنه کوي چې د اقتصادي ستونزو د حل لپاره یې باید اساسي لاسنیوی وشي ترڅو بېرته عادي ژوند ته وګرځي.
بلخوا په سپین بولدک کې د طالبانو د حکومت د کډوالو چارو ریاست مسوولان وايي، یوازې په تېرو دو ورځو کې تر لس زره زیات کډوال د افغانستان خاورې ته داخل شوي دي.
نور حال د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدلی شئ: