پاکستاني چارواکي: په بلوچستان کې وسلهوالو ۱۴ پوځیان وژلي
![پاکستاني چارواکي: په بلوچستان کې وسلهوالو ۱۴ پوځیان وژلي](https://gdb.rferl.org/D4C9EF3F-644F-434D-8D2E-9858D613FCCC_cx31_cy25_cw68_w800_h450.jpg)
د پاکستان پوځ وايي، نن جمعه په بلوچستان ایالت کې د ناپېژانده وسلهوالو په برید کې ۱۴ پاکستاني پوځیان وژل شوي دي.
د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو له دفتر څخه په خپرې شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د پوځیانو دوه موټرې د بلوچستان په ساحلي سیمه کې له پسنۍ څخه اورمړې سېمې ته روان وو چې وسلهوالو پرې برید وکړ.
ترواسه د برید مسوولیت کوم چا په غاړه نه دی اخیستی.
خو بلوڅ بیلتون غوښتونکي وخت ناوخته په پاکستاني پوځیانو بریدونه کوي.