د ملګرو ملتونو یو شمېر ادارې: پاکستان دې د اېستونکو افغان کډوالو خطرونه له پامه نه غورځوي
د ملګرو ملتونو یو شمېر ادارو یو ځل بیا په پاکستان غږ کړی چې د بېاسناده افغان کډوالو د ویستو پر مهال د هغو ماشومانو او کورنیو خوندیتوب ته پام وکړي چې له امنیتي پلوه تر ګواښ لاندې دي
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ، د مهاجرت نړیوال سازمان او یونیسف په یوه ګډه اعلامیه کې چې د جمعې په ورځ یې خپره کړې لیکلي:
" دوی د اغېزمنو ماشومانو او هغو کورنیو لپاره چې د خوندیتوب په لټه کې ژوره اندېښنه لري او تر خوا یې له پاکستانه د دوی د ویستو د احتمالي پایلو په اړه هم اندېښمن دي. "
په اعلامیه کې دا هم لیکل شوي چې د کډوالو هر ډول ستنېدنه باید داوطلبانه وي او په خوندي، منظم او داسې ډول وشي چې د هغوی حقونو ته په کې بشپړ درناوی وي.
د UNHCR، IOM او UNICEF په اعلامیه کې د سپټمبر له ۱۵مې راهیسې له پاکستانه د وتلیو افغانانو شمېر ۱۶۰ زره تنه ښودل شوی او زیاتوي، په دوی کې ۸۶ سلنه کورنۍ د پولیسو لهخوا د نیول کېدو له وېرې له پاکستانه راوتلي دي.