د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله قطر ته ولاړه
![د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله قطر ته ولاړه](https://gdb.rferl.org/01000000-0aff-0242-238b-08db68e15546_cx0_cy7_cw0_w800_h450.jpeg)
د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله د نړیوال جام د مقدماتي لوبو په دوهم پړاو او د اسیايي هېوادونو په جام کې د ګډون لپاره پرون قطر ته ولاړه.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون چې د طالبانو حکومت یې اداره کوي پر خپله رسمي فېسبوکپاڼه دا خبر ورکړی او لیکلي یې دي چې ملي لوبډله د ۲۰۲۶ کال د نړیوال جام د مقدماتي لوبو په دوهم پړاو او د اسیايي ملتونو د جام د ۲۰۲۷ کال په لوبو کې د ګډون لپاره پرون له کابله د قطر پر لور وخوځېده.
د ملي لوبډلې روزنکي اشلي مایکل چې نږدې یوه اوونۍ مخکې پر دې دنده وګومارل شو ویلي هڅه کوي چې نړیوال جام او اسیايي جام ته د لارموندنې په دوهم پړاو کې افغان لوبډله بریالۍ کړي.