د پاکستان پوځ: د شمالي وزیرستان جګړه کې څلور افراطي وسله وال وژل شوي
د پاکستان پوځ وايي د دغه هېواد په شمال لوېدیځ کې ډیورنډ کرښې ته څېرمه له افراطي وسلوالو سره د تېرې شپې په جګړه کې څلور افراطي وسلوال وژل شوي دي.
پوځ نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دوی د شمالي وزیرستان په خیسور کې د استخباراتي معلوماتو پر اساس عملیات کول، چې له وسلوالو سره په جګړه واوښتل.
د پوځ په وینا، د افراطي وسلوالو له پټنځای څخه یې وسلې او مهمات هم ترلاسه کړي دي.
د پاکستان د حکومت کومې مخالفې ډلې په دې باب تبصره نه ده کړې.