د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د ورښت او سېلابونو اټکل شوی
![د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د ورښت او سېلابونو اټکل شوی](https://gdb.rferl.org/01000000-0aff-0242-fdf7-08db6b4b7d32_w800_h450.jpg)
د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې په یو شمېر ولایتونو کې د واورې د ورېدو او د تېز ورښت له کبله د سېلابونو د راوتلو اټکل کړی.
د طالبانو د حکومت د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت پر خپله اېکس پاڼه د هواپېژندنې د ادارې خبرپاڼه خپره کړې ده.
په خبرپاڼه کې ویل شوي چې سبا د لیندۍ په لومړۍ نېټه او بل سبا پنجشنبې د هرات، غور، بدخشان، تخار، کندز، بامیان او پنجشېر په ګډون د هېواد د اتلسو ولایتونو په لوړو سیمو او همداراز سالنګونو کې د واورې اټکل کېږي.
بیان زیاتوي چې د هېواد په بېلابیلو ولایتونو کې له ۱۰ څخه نیولې تر ۳۵ میلي مترو پورې د ورښتونو او د سېلابونو د راتلو احتمال هم شته.
په افغانستان کې د پرمختللو عامه تاسیساتو د نشتوالي له کبله ډېری وخت له ورښتونو وروسته سېلابونه راوځي چې سږکال او په تېرو کلونو یې خلکو ته مالي او ځاني زیانونه هم اړولي دي.