د کډوالو په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله پاکستان ته په سفر ځي
![د کډوالو په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله پاکستان ته په سفر ځي](https://gdb.rferl.org/DD1026E6-6633-4DFA-8741-7EA0D13F10B0_cx27_cy16_cw45_w800_h450.jpg)
د کډوالو په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت مرستیاله جولیتیا والس د دوشنبې په ورځ په درې ورځني سفر اسلام اباد ته ځي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په وینا، اغلې والس به له پاکستاني چارواکو او د نړیوالو موسسو له استازیو سره په پاکستان کې د افغان کډوالو په تړاو خبرې وکړي او په دې برخه کې به ډاډ ترلاسه کړي چې هغه افغانان چې د امریکا متحد ایالتونو ته روان دي، په پاکستان کې له ستونزو سره مخامخ نه شي.
د امریکا متحد ایالتونو اندیښنه ښکاره کړې ده چې یوشمیر افغانان که افغانستان ته واستول شي، ممکن د طالبانو له لورې محاکمه شي.