طالب چارواکي: پرون ۴۴۰ کورنۍ له پاکستانه خپل هېواد ته ستنې شوي
د طالبانو چارواکي وايي، پرون شنبه د سپین بولدک او تورخم له لارې څه باندې ۴۴۰ کورنۍ افغانستان ته ستنې شوي دي.
باختر اژانس چې د طالبانو په کنټرول کې دی، د راستنېدونکو د ثبت او تثبیت کمېټو د مسوولانو په وینا راپور ورکړی چې ۳ کورنۍ بیا د پکتیکا د انګور اډې له لارې خپل هېواد ته ستنې کړای شوي دي.
د اژانس په وینا په تېرو ۲۱ ورځو کې د پکتیا ولایت د خرلاڅي له لارې هم ۳ کورنۍ افغانستان ته راغلي دي.
له پاکستانه د بې اسناده افغانانو د ډله ییز اخراج لړۍ د نومبر میاشتې له لومړۍ نېټې ګړندۍ شوې ده.
نړیوالو ادارو ویلي تر اوسه تر ۴۰۰زره ډېر افغانان له پاکستانه افغانستان ته ایستل شوي دي.