اوچا: افغانستان په اقلیمي بدلون کې له لږې ونډې سره- سره زیات اغېزمن دی
اوچا نن په خپله ټولنیزه شبکه اېکس پاڼه یا پخواني ټویټرکې کښلي چې افغانستان په نړیواله کچه د شنو خونو د مضره ګازونو یوازې ۰،۰۱ سلنه جوړوي.
دغه اداره زیاتوي، موږته په کارده چې د عادلانه حل لارو لپاره یوځای شوو او د هغو ملاتړ وکړو چې د اقلیم د بدلون له امله ډېر اغېزمن شوي دي.
د خوړو نړیوال پروګرام د تېرې چهارشنبې په ورځ ویلي وو چې د اقلیم بدلون په افغانستان کې په میلیونونو کورنۍ په تېره هغوی چې د عاید سرچینې یې پرکرڼه ولاړه ده، ګواښي.
د افغانستان لپاره د ملګروملتونو مرستندویه ماموریت، یوناما پرون شنبې د اقلیم د بدلون په اړه د ملګرو ملتونوله ۲۸م کنفرانس سره هم مهاله، له ښکېلو اړخونو غوښتي وو چې د پوهاوي پر ځای عمل ته مخه کړي، ځکه د یوناما په خبره د اقلیم ټکانونه او فشارونه د میلیونونو افغانانو پر ورځني ژوند ژور اغېز کوي.
د اقلیم د بدلون په اړه دې نړیوال کنفرانس کې چې د متحده عربي اماراتو په دوبۍ کې پیل شوی او د ډسمبرتر دولسمې نېټې به دوام کوي، د طالبانو د حکومت استازي نه دي بلل شوي.