د امریکا په نوادا پوهنتون کې ۳ تنه په ډزو وژل شوي
![د امریکا په نوادا پوهنتون کې ۳ تنه په ډزو وژل شوي](https://gdb.rferl.org/01000000-c0a8-0242-69d6-08dbf6aa2afc_cx0_cy10_cw0_w800_h450.jpg)
د امریکا په لاس ویګاس ښار کې چارواکو پرون (چهارشنبې) وویل چې د دغه ښار د نوادا پوهنتون په انګړ کې د ډزو په ترڅ کې لږ تر لږه ۳ تنه وژل شوي دي.
د لاس ویګاس د پولیسو په وینا، مشکوک حمله کوونکی هم وژل شوی دی.
په دې پېښه کې یو تن سخت ټپي شوی دی.
د نوادا ایالت چارواکو تراوسه پورې د وژل شویو کسانو نومونه نه دي ښوولی او دا هم لا څرګنده نه ده چې مشکوک حمله کوونکی د پولیسو په ډزو وژل شوی او که یې ځان په خپله وژلی دی.