د غزې اوسېدونکي: د اسراییلو پوځ په رفح دوه ځلې هوايي برید وکړ
د غزې اوسېدونکي وايي، د اسراییلو پوځ تېره شپه د دې تړانګې په جنوبي ښار رفح دوه ځلې هوايي برید وکړ.
دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو چارواکو خبرداری ورکړی چې د کلابندې غزې په ټول قلمرو کې هېڅ خوندي ځای هم نه دی پاتې.
د غزې د دوهم لوی ښار خان یونس په مرکز کې هم د جګړو راپورونه ورکړل شوي دي.
اسراییلي ځواکونو د غزې په جنوبي برخه کې هوايي حملې او ځمکني عملیات پراخ کړي چې په نتیجه کې یې لسګونه زره فلسطینیان بېځایه شوي او په دې سیمه کې بشري حالت چې پخوا هم ډېر ښه نه و، نور هم ترینګلی شوی دی.