چارواکي: اوکرایني ځواکونو پر کییف او نورو سیمو توغندویي برید په شا تمبولی
اوکرایني چارواکي وایي چې د دې هېواد هوایي مدافعې ځواکونو پر پلازمېنې کییف او شاوخوا سیمو توغندویي برید په شا تمبولی دی.
د اوکراین هوایي ځواکونو نن دوشنبې وویل چې د کییف پر لور توغول شوي، اته کروز میزاییل را وغورځول شول او د کییف لپاره پوځي ادارې وویل چې د کییف په جنوب ختیځ بورتنیچي سیمه کې د ایشتل شویو میزاییلو د ټوټو د راغورځېدو پر مهال لږترلږه څلورتنه ټپیان شوي دي.
د اوکراین پوځ همدارنګه وایي چې ۱۸ ډرون الوتکي چې پر اوکراین د حملو لپاره ترې کار اخیستل کېده، راغورځول شوي دي.
پوځ ویلي، اکثرو دغو الوتکو د اوکراین جنوبي سیمه میکولاییف په نښه کړې وه.