رجني پرکاش او هندي مېړه سره افغانستان ته د ستنېدو هیله
![رجني پرکاش او هندي مېړه سره افغانستان ته د ستنېدو هیله](https://gdb.rferl.org/01000000-0aff-0242-4069-08dbfcbbc96e_tv_w800_h450.jpg)
رجني پرکاش هغه افغان هندو ده چې یودېرش کاله مخکې پر خطرناکو لارو له هیواده وتلو ته اړه شوې وه او اوس په هند کې اوسي. دا وايي، د کورنۍ جګړې پر مهال کله چې ځینو کسانو د دوی د ګاونډي هندووانو تر وژلو وروسته د هغوی د سرو زرو غاښونه هم وایستل ، د دې کورنۍ پرېکړه وکړه چې له افغانستانه ووځي.