افراسیاب خټک: د ازادو امېدوارانو احتمالي بریا اېسټیبلېشمنټ ته پیغام دی
![افراسیاب خټک: د ازادو امېدوارانو احتمالي بریا اېسټیبلېشمنټ ته پیغام دی](https://gdb.rferl.org/01000000-0aff-0242-2611-08dc29683f5d_tv_w800_h450.jpg)
په پاکستان کې د فبرورۍ پر اتمه د شویو پارلېماني انتخاباتو غیر حتمي نتیجې راروانې دي چې له مخې یې تر اوسه داسې ښکاري چې د قامي اسمبلۍ زیاتې څوکۍ د پاکستان تحریک انصاف ملاتړ لرونکو خپلواکو نوماندانو ګټلې دي. د هغو ازادو امېدوارانو بریا د انتخاباتي عمل او په راتلونکې کې د وفاقي حکومت جوړېدو په اړه شکونه او اندېښنې پیدا کړې دي. پر دې موضوع مو له سیاستوال او شنونکي افراسیاب خټک سره مرکه کړې ده.