عراقیان د خپل لرغوني کلتور ساتنه څنګه کوي؟
![عراقیان د خپل لرغوني کلتور ساتنه څنګه کوي؟](https://gdb.rferl.org/01000000-0a00-0242-5c66-08dc50ce93a7_tv_w800_h450.jpg)
په بغداد کې د عراق موزیم د پخوانیو کلتورونو د ژوندي ساتلو او نړۍ ته د هیواد د کلتوري میراث ښودلو لپاره د یوې میلې تابیا کړی وه. په دې فیسټیوال کې د یوې فیشن شو د لارې د عراق دودیز لباسونه نندارې ته وړاندی شول. د دې تر څنګ د مېلمنو لپاره د موزیم دننه معلوماتي غونډې وشوی او ماشومانو د روژې په بیلا بیلو لوبو کې برخه واخیسته. دا مراسم د عراق د کلتور او لرغونو اثارو د وزارت لخوا د عراق د فیشن ماڼۍ او د بشري پراختیا لپاره د الشمخ سازمان سره په همغږۍ کې جوړه شوې وه. په دغه اړه د اې پي خبري اژانس راپور: