پاکستان ورکز فاونډیشن :په پاکستان کې ۹۵ سلنه خلک مزدورکاره دي
![پاکستان ورکز فاونډیشن :په پاکستان کې ۹۵ سلنه خلک مزدورکاره دي](https://gdb.rferl.org/01000000-0aff-0242-a36c-08dc68eeb99c_tv_w800_h450.jpg)
د مې لومړۍ نېټه چې په نړۍ کې د کارګرو د نړیوالې ورځې په توګه یادېږي، په پاکستان کې هم د مزدورانو د حقونو لپاره د کارکوونکیو ځینو ادارو او ټولنو لخوا لمانځل کېږي. د پاکستان ورکرز فېډریشن په نوم د مزدورانو د حقونو لپاره کارکونکې ناحکومتي اتحادیې د شمېرو له مخې په پاکستان کې ۹۵ سلنه خلک مزدورکاره دي. یاده اتحادیه وایي چې پاکستاني مزدوران د سکرو په درنګونو، د خښتو په بټیو، په سمندر کې د کب نیولو او په ښارونو کې د ورځ مزدورۍ (دیاړۍ) پر مهال ډېر سخت کارونه کوي.
په پاکستان کې ډېری مزدوران خپلو کورنیو ته د ډوډۍ ګټلو لپاره مجبوره دي چې په سختو شرایطو کې هم کار وکړي. د بلوچستان په پښین کې د تمباکو په بټیو کې کارکوونکي مزدوران هم په ورته شرایطو کې کار کوي او ډېری یې ناروغه شوي هم دي. نور حال د مشال راډیو په دې ویډيويي راپور کې: