د طالبانو حکومت یوشمېر ولایتونو کې د ورښتونو له وجې د نورو سېلابونو خبرداری ورکړی دی
![د طالبانو حکومت یوشمېر ولایتونو کې د ورښتونو له وجې د نورو سېلابونو خبرداری ورکړی دی](https://gdb.rferl.org/01000000-0aff-0242-076e-08dc726f3676_cx0_cy9_cw0_w800_h450.jpg)
د طالبانو د حکومت د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د مې پر ۱۲مه بغلان ته تللی او هلته یې د وژل شویو او ژوبلو له کورنیو سره لیدلي دي. د فرانسې خبري اژانس وايي چې د مې پر ۱۱مه د ولایت په بېلابېلو برخو کې خلکو په سېلابونو کې د وژل شویو جنازې وکړې او مړي یې خاورو ته وسپارل.