له ښوونځي ۱۰۰۰ ورځې لرېوالی؛ هغه نجلۍ چې په جدي رواني ستونزې اخته شوې
![له ښوونځي ۱۰۰۰ ورځې لرېوالی؛ هغه نجلۍ چې په جدي رواني ستونزې اخته شوې](https://gdb.rferl.org/01000000-0aff-0242-d8cd-08dc8b9dc4ec_tv_w800_h450.jpg)
۱۷ کلنه فصاحت عزیزي له هغو نجونو ده چې د طالبانو په بیا واکمنېدو سره له ښوونځي محرومه شوه.
له پیدا شوې رواني ستونزې سره د مبارزې په موخه یې نقاشۍ ته مخه کړه.
هغه وايي، نقاشي یې د خوښې رشته نه ده او غواړي چې اقتصاد ولولي.
نن له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو د بندېدو ۱۰۰۰ ورځې پوره شوې.