د کرکټ هغه ۸ ريکارډونه چې د افغانستان او زيمبابوې په ټېسټ لوبه کې جوړ شول
د افغانستان او زیمبابوې ملي لوبډلو ترمنځ د کرکټ پينځه ورځنۍ لوبه د دیسمبر پر ۳۰مه، مساوي پای ته ورسېده خو په دې سیالۍ کې ګڼ ریکارډونه جوړ شول.
د دیسمبر پر ۲۶مه په بولاوایو کې پيل شوې دې لوبه کې لومړی بېټينګ کوربه زیمبابوې وکړ او په خپله لومړۍ پاڼۍ کې یې د ټولو لوبغاړو په اوټ کېدو ۵۸۶ منډې جوړې کړې. د زیمبابوې په پاڼۍ کې د دريوو لوبغاړو سیلزې شاملې وي. په ځواب کې یې افغانستان ۶۹۹ منډې وکړې. په هغو کې د حشمت الله شهيدي ۲۴۵، د رحمت شاه ۲۳۴ او د افسر ځاځي ۱۱۳ منډې شاملې وې.
زیمبابوې په خپله دوهمه پاڼۍ کې د ۴ لوبغاړو په اوټ کېدو ۱۴۲ منډې کړې وې چې د لوبې ورځې پای ته ورسېدې. افغان لوبډلمشر، حشمت الله شهيدي د لوبې غوره لوبغاړي جایزه واخیسته. که څه هم دا سیالي بې له کوم ګټونکي پای ته ورسېده خو تر شا یې ګڼ ريکارډونه پرېښودل چې کريک اېينفو ویبپاڼې راټول کړي دي.
په دې لوبه کې جوړ شوي ريکارډونه:
افغانستان د نړۍ هغه لومړۍ کرکټ ملي لوبډله شوه چې تر ټولو لږې لوبې وروسته یې له ۶۰۰ زیاتې منډې جوړې کړې. دوی په لسمه سیالۍ کې دا ريکارډ جوړ کړي. په دې توګه یې د پاکستان د ۷۲ کلونو ريکارډ مات کړ. پاکستان په ۱۹۵۲ کې، په خپله ۱۹مه سیالۍ کې له شپږو سوو زياتې منډې کړې وې. د پاکستان ريکارډ د وېسټ انډيز په وړاندې ۶۵۷ منډې وې خو افغانستان د زيمبابوې په وړاندې ۶۹۹ رنزونه وکړل.
دا منډې (۶۹۹) په ټېسټ کرکټ کې د افغانستان تر ټولو ډېرې منډې دي. تر دې دمخه یې تر ټولو ډېرې منډې یې ۵۴۵ وي چې هغه یې هم د زيمبابوې په وړاندې په ۲۰۲۱ کال کې کړې وې.
د حشمت الله شهيدي ۲۴۵ مندې په ټېسټ کرکټ کې د يو افغان توپوهونکي تر ټولو ډېرې منډې دي. دا ريکارډ په همدې لوبه کې هغه وخت د رحمت شاه په برخه شو چې ۲۳۴ منډې یې جوړې کړې
حشمت الله شهيدي يوازینی هغه افغان لوبغاړی هم دی چې په ټېسټ کرکټ کې دوه غبرګې سلیزې (ډبل سینچريانې) لري.
حشمت الله شهيدي په نړۍ کې پينځم داسې لوبغاړی شو چې په ټېسټ کرکټ کې یې خپل دواړه لومړۍ سلیزې، غبرګې هغه دي. تر نوموړي مخکې د برتانیې وېلي هامونډ، د وېسټ انډيز روهن کنهای، د پاکستان ظهیر عباس او د هند ونود کامبلې داسې کړي وو.
د حشمت الله شهيدي او رحمت شاه ترمنځ د درېيمې ويکټې لپاره د ۳۶۴ منډو ملګرتيا د افغان توپوهونکو ترمنځ تر ټولو لویه ملګرتيا يا پارټنرشيپ دی.
په دې سیالۍ کې د زيمبابوې ۵۸۶ منډې د هغې لوبډلې په تاريخ کې په ټېسټ کرکټ لوبو کې تر ټولو ډېرې منډې وې. دوی تر دې مخکې په ۲۰۰۱ کال کې د وېسټ انډيز په وړاندې ۵۶۳ رنزونه کړي وو.
د زيمبابوې براين بېنيټ په نړۍ کې تر ټولو ځوان لوبغاړی شو چې په ټېسټ لوبه کې یې ۵ ويکټې هم واخیستې او سلیزه یې هم جوړه کړ. د دې ريکارډ جوړولو په وخت د هغه عمر ۲۱ کلونه او ۴۶ ورځې وو.
د افغانستان او زيمبابوې ترمنځ به د دې لړۍ دویمه او اخري کرکټ ټېسټ لوبه د جنورۍ پر دويمه نېټه کېږي.