په ۲۸ ولایتونو کې د واورې اټکل شوی
د طالبانو د حکومت د ترانسپورت او هوايي چلن وزارت د هواپېژندنې ادارې نن په یوه بیان کې وویل، له ننګرهار، لغمان، نورستان، کاپیسا، کونړ او تخار پرته د افغانستان په ټولو ولایتونو کې نن (د مرغومي ۱۱مه) او سبا چارشنبې د درنو واورو او بارانونو د ورېدو او د سېلابونو د راوتلو امکان شته.
بیان زیاتوي چې په بېلابېلو سیمو کې به د واورې کچه د ۱۰ او ۵۰ سانتي مترو او د باران کچه د ۱۵ او ۴۰ میلي مترو ترمنځ وي.
داسې مهال چې په افغانستان کې د ژمي موسم پیل شوی ډېری خلک په بازارونو کې د سونګ د موادو د بیو له لوړوالي، شکایت کوي او وايي چې د بېوزلۍ له کبله یې نه شي پېرلای.
د کډوالو لپاره د ملګروملتونو لویې کمیشنرۍ د ژمي له پیلېدو مخکې ویلي و، چې سږنی سخت ژمی ښايي د افغانستان د میلیونونه خلکو ژوند وګواښي.