د لندن د هېترو په هوايي ډګر کې د اورلګیدنې له کبله په سلهاوو الوتنې لغوه شوي
د لندن په هیترو هوايي ډګر کې د اورلګېدنې له امله په سلګونه زره مسافر د الوتنو له لغوه کېدو سره مخ شول.دا پېښه د اروپا په تر ټولو بوخت مسافرتي مرکز کې د برېښنا د قطع کېدو له امله رامینځته شوې چې چارواکي یې تړلو ته اړ کړل.د الوتنو د څارنې د خدماتو، فلایټ رادار ۲۴ په وینا، د هیترو هوایی ډګر ته او له دې ډګر څخه لږ تر لږه ۱۳۵۰ الوتنې اغیزمنې شوې دي.د امریکا له ښارونو څخه هم څو الوتنې لغوه شوې دي. پولیسو اعلان کړی چې تر اوسه پورې د ورانکارۍ کومه نښه نه ده لیدل شوې،خو د ترهګرۍ ضد چارواکي د پېښې لاملونه څیړي.