د واورې د ښویدو له امله د بدخشان د ۲ ولسوالیو لار بنده شوې
په بدخشان ولایت کې، د شکي او نسي ولسوالیو ترمنځ مواصلاتي لار د واورې ښویدو له امله بنده شوې ده.له طبیعي پېښو سره د مبارزې د ریاست مشر محمد اکرم اکبري، ویلي چې د سختو ورښتونو او د واورې د ښویدو له امله د دووک شکي په سیمه کې لار بنده شوې ده.د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې تر اوسه د واورې ښویدو د احتمالي تلفاتو په اړه څه نه دي ویلي.دا په داسې حال کې ده چې د هوا پېژندنې ادارې د روانې اوونۍ لپاره د افغانستان په ډېری ولایتونو کې د باران او واورې د اوریدو وړاندوینه کړې ده.