د روغتیا نړیوال سازمان؛ په افغانستان او پاکستان کې د پولیو پېښې زیاتې شوي
د روغتیا نړیوال سازمان وايي، په افغانستان او پاکستان کې د پولیو یا ګوزڼ ویروس د وحشي ډول مثبتې پېښې زیاتې شوي دي.د دې سازمان بیړنۍ کمیټې د پولیو ویروس په اړه له خپلې ۴۱مه ناستې وروسته پرون پنجشنبې یوه اعلامیه خپره کړې چې په کې راغلي، " په ۲۰۲۴ کال کې د پولیو ویروس د وحشي ډول مثبتې پېښې څلور برابره په افغانستان او دولس برابره په پاکستان کې زیاتې شوي دي".د اعلامیې له مخې، په تیر۲۰۲۴ کال کې په ټوله نړۍ کې د پولیو وحشي ډول ټولټال ۹۹ مثبتې پېښې ثبت شوي چې درې يې په افغانستان او ۳۶ يې په پاکستان کې وې.په اعلامیه کې تیرکال د افغانستان جنوبي ولایتونه او د پاکستان خیبرپښتونخوا، سند او بلوچستان ایالتونو هغه سیمې یاد شوي چې د پولیو ویروس له جدي ګواښ سره مخ وې.د روغتیا نړیوال سازمان په افغانستان کې د پولیو لپاره د کور په کور واکسین د کمپاین پر نشتون هم انديښنه ښودل ده.د دې سازمان په ټکو، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د افغان کډوالو تګ راتګ د پولیو ویرووس د خپریدو یو عمده لامل دی.د طالبانو حکومت د روغتیا نړیول سازمان نویو شمیرو ته غبرګون ښودلی نه دی. پولیو یا ګوزڼ هغه ویروسي ناروغي ده چې له پنځو کلونو کم عمره ماشومان پرې اخته کېږي.دا وېروس د انسان رګونو ته له ننوتو وروسته په څو ساعتونو کې په بشپړه توګه د ماشوم فلج کېدو لامل کېدای شي.د پولیو ویروس د ماشومانو د فلج سربیره د مرګ سبب هم کیږي.