په افغانستان کې نن سهار زوروره زلزله وشوه
نن د سهار پنځه بجې او درې څلویښت دقیقې د افغانستان په یو شمیر سیمو کې خلکو د زلزلې ټکانونه احساس کړل.د یوشمیر نړیوالو جیولوجي سروې مرکزونو په باور دا زلزله د ریښتر په کچه پنځه اعشاره نهه درجې وه.د دې زلزلې مرکز د کابل په شمال ختیځ کې نژدې دوه سوه کیلومتره لرې په بدخشان کې د هندوکش په غرونو کې و.تر اوسه د دې زلزلې له امله د سر او مال د اوښتو زیانونو په اړه راپور نه دی ورکړل شوی.