ارسنال او انټرمیلان نیمه پایلوبې ته لاړل
ارسنال او انټرمیلان د اروپا د فوټبال اتلانو جام نیمه پایلوبې ته لار پیدا کړه.ارسنال چې تېره اوونۍ یې هم ریال مادرید ته درې – صفر ماته ورکړې وه بېګا بیا وتوانېد دوه – یو خپل سیال مات کړي.په دې سره ارسنال سیمي فاینل ته لاړ.په بله مهمه لوبه کې انټرمیلان ۲ – ۲ له بایرن مونیخ سره مساوي شوه خو د تېرې لوبې په خاطر چې ۲ پر ۱ يې لوبه ګټلې نیمه پایلوبې ته ووته.په نیمه پایلوبه کې انټرمیلان له بارسلونا سره لوبه کوي.د اروپا د اتلانو جام نیمه پایلوبې به دوه اوونۍ وروسته پیل شي.