د امریکا او ایران دویم دور خبرې؛ امریکا وايي ایران باید د یورانیمو بډاینه بنده کړي
امریکایي او ایراني چارواکو د ایټالیا په پلازمینه روم کې د ایران د اټومي پروګرام په اړه دویم دور مذاکرو کې ګډون وکړ.
د امریکا دریځ دا دی چې ایران د یورانیمو له بډاینې لاس واخلي. ایران بیا مخکې ورځو کې ویلي چې د یورانیمو په بډاینه خبرې نه کوي بلکې په ټوله کې د اټومي پروګرام په مسله بحث کوي او په ادعا یې چې اټومي پروګرام یې سوله ییز اهداف لري.