په پاکستان کې د پولیو مخنیوي ۷ ورځنی کیمپېن پیل شوی دی
په پاکستان کې د ګوزڼ اووه ورځنی واکسیني کیمپېن پیل شوی دی چې پر مهال یې روغتیايي کارکوونکي کور په کور ګرځي او تر پینځو کلونو پورې عمر لرونکو ماشومانو ته څاڅکي ورکوي.د پاکستان دولتي راډیو وايي چې وزیراعظم محمد شهباز شریف د اپرېل پر ۲۰مه په اسلام اباد کې ماشومانو ته په څاڅکو ورکولو کیمپېن رسماً پرانیست.
راډیو وايي، نوموړي پر میندو او پلرونو غږ وکړ چې خپل ټول بچي واکسین کړي.
د خیبر پښتونخوا د اعلاوزیر د روغتیايي چارو سلاکار احتشام علي د اپرېل پر ۲۰مه خبریالانو ته وویل چې د اپرېل له ۲۱مې څخه تر ۲۷مې پورې د صوبې په ۳۶ ضلعو کې تر ۶.۵ مېلیونه زیات ماشومان واکسینوي.
په همدې حال کې د خیبر پښتونخوا د روغتیا وزارت په بیان کې ویلي دي چې د پولیو واکسیني ډلو د امنیت لپاره یې پوره انتظام کړی دی.
وزارت وايي، د خیبر پښتونخوا په ټولو ضلعو کې یې شاوخوا ۵۰،۰۰۰ پولیسو ته د روغتیايي کارکوونکو د ساتنې دنده سپارلې ده.
تر دې مخکې د فبرورۍ په لومړۍ اونۍ کې په ټول هېواد کې د ګوزڼ اووه ورځنی واکسیني کیمپېن ترسره شوی وو.
د پاکستان د پولیو مخنیوي پروګرام روان کال په پاکستان کې د ګوزڼ د پولیو شپږ پېښې ثبت کړې دي چې ورڅخه یې څلور ماشومان د سیند، یو د خیبر پښتونخوا او یو د پنجاب اوسېدونکی وو.
تر دې مخکې په ۲۰۲۴ز کال کې په پاکستان کې د پولیو ټولې ۷۴ پېښې ثبت شوې وې.
د پولیو مخنیوي پروګرام وايي چې تېر کال په بلوچستان کې د پولیو ۲۷، په سیند کې ۲۳ په خیبر پښتونخوا کې ۲۲ او او په پنجاب او اسلام اباد کې یوه، یوه پېښه ثبت شوې ده.
تېر کال په پاکستان کې د ګوزڼ پېښې د ۲۰۲۳ز کال پرتله په بېساري ډول زیاتې شوې. په هغه هېواد کې په ۲۰۲۳ز کال کې د ګوزڼ شپږ پېښې ثبت شوې وې چې ورڅخه یې څلور ماشومان د خیبر پښتونخوا او دوه د سیند اوسېدونکي ول.
پاکستان او افغانستان د نړۍ یوازیني هېوادونه دي چې پکې لا هم د پولیو وایرس موجود دی. په ۲۰۲۴ز کال کې په افغانستان کې ۲۳ ماشومان ګوزڼ وهلي ول چې زياتره يې د هېلمند او کندهار ولایتونو اوسېدونکي دي. په ۲۰۲۳ز کال کې په هغه هېواد کې شپږ ماشومان د ګوزڼ ښکار شوي ول چې ټول یې د ننګرهار ولایت ول.