استانبول زورورې زلزلې ولړزاوه
یوې زورورې زلزلې نن د ترکیې د استانبول ښار ولړزاوه.د ترکیې حکومت ویلي دي چې دا زلزله د ریښتر په کچه شپږ اعشاریه دوه وه.په وروستیو کلونو کې دا په استانبول کې چې نژدې شپاړس میلیونه نفوس لري تر ټولو زوروره زلزله ده.تر اوسه د دې زلزلې له امله د سر او مال د زیانونو په اړه راپور نه دی ورکړل شوی.له زلزلې سره خلکو له جګپوړیو ودانیو د واټونو او پارکونو لور ته مخه کړه.