راتلونکې شنبه د ایران او امریکا استازي څلورم پړاو خبرې کوي
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي اعلان وکړ چې د دوی او امریکایي استازو څلورم پړاو خبرې به د عمان په منځګړیتوب د راتلونکې شنبې په ورځ په روم کې ترسره شي.عراقچي نن له امریکا سره اټومي هوکړې ته د رسېدو په اړه وویل " کوم مشخص مهال ویش نه دی مشخص شوی او په خبره یې د خرابونکو خبرو او وخت ضایع کېدو په لټه کې نه دي."د تېرو دریو اونیو په ترڅ کې د تهران او واشنګټن ترمنځ د ایران د اټومي پروګرام په اړه درې پړاوه خبرې شوې دي.امریکایي او ایراني چارواکو دا خبرې رغونکې بللې دي.