د امریکا ولسمشر د امریکا د ملي راډیو او تلویزیون د بودجې د بندولو فرمان لاسلیک کړ
د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر د امریکا د ملي راډیو او تلویزیون د بودجې د بندولو فرمان لاسلیک کړ.ډونالډ ټرمپ په یوه اجرايي فرمان کې د امریکا د عامه خپرونو ادارې ته، چې یادو دولتي رسنیو ته بودجه ورکوي، امر کړی چې د دې رسنیو مالي ملاتړ بند کړي.د اسوشیټډ پریس خبري آژانس د راپور له مخې، دا فرمان د عامه خپرونو ادارې او نورو فدرالي ادارو ته لارښوونه کوي چې د ملي راډیو (NPR) او د عامه تلویزیون (PBS) لپاره فدرالي بودجه بنده کړي.د ولسمشر ټرمپ اجرايي فرمان همداراز، دا ادارې مکلفوي چې د رسنیو د غیر مستقیم دولتي تمویل سرچینې له منځه یوسي.د امریکا ولسمشر ویلي چې د دې اقدام دلیل یې دا دی چې د یادو رسنیو راپورونه بې پرې نه وو.ویل شوي چې د دې دوو دولتي رسنیو بودجه شاوخوا نیم میلیارد ډالره ده.