د غزې روغتیا وزارت: په یوه ورځ کې ۳۷ کسان وژل شوي دي
په غزه کې د روغتیا وزارت د یکشنبې په ورځ (د مې په ۲۵مه) اعلان وکړ چې په یوه ورځ کې په سیمه کې د اسراییلو په بریدونو کې لږ تر لږه ۳۸ کسان وژل شوي دي.امریکا او اروپايي ټولنه حماس د یوې ترهګرې ډلې په توګه پیژني.یاد وزارت ویلي چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۰۴ نور کسان ټپیان شوي دي.د اسراییلو پوځ تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.د غزې د روغتیا وزارت په وینا، پدې شمېر کې هغه قربانیان شامل ندي چې د سیمې په شمال کې په روغتونونو کې ثبت شوي دي ځکه اوس مهال هلته لاسرسی خورا ستونزمن دی.د جرمني خبري اژانس ډي پي اې د راپور له مخې، له تېرې اونۍ راهیسې چې اسراییلو نوي بریدونه پیل کړي، په غزه کې هره ورځ د لسګونو کسانو د وژل کېدو راپور ورکړل شوی دی.