ّپه برتانیا کې د خلکو پر ګڼه ګوڼه یو موټر ورغلی او مرګژوبله یې اړولې ده
د لیورپول 4 مینه وال هغه وخت سخت ټپیان شول چې یو موټر د خلکو پر ګڼه ګوڼه ورغی.د برتانیا پولیسو د جون په ۲۶مه، د سې شنبې په ورځ، یو 53 کلن سړی د هغه پیښې په تړاو ونیوی چې په لیورپول کې یې د فوټبال اتلولۍ جشن په یوه ناورین بدل کړ.په دې پېښه کې، لږ تر لږه 27 کسان روغتون ته یووړل شول. د څلورو ټپیانو حالت نازک ښودل شوی، چې یو ماشوم هم پکې شامل دی.پولیسو اعلان وکړ چې دا ترهګریزه پیښه نه وه او د بل چا په لټه کې نه دي.د موټر چلوونکي هویت لا تر اوسه نه دی څرګند شوی.د امبولانس چارواکو په وینا، شا او خوا 47 کسان ټپیان شوي دي؛ د پیښې په ځای کې د شلو کسانو درملنه وشوه او د یوه کوچني په ګډون څلور کسان تر موټر لاندې بند پاته وه او د اور وژونکو په مرسته وژغورل شول.پر ټولنیزو رسنیو کې ویډیوګانې ښیي چې موټر په چټکۍ سره د ګڼې ګوڼې په منځ کې ګرځي، پر ځینو خلکو خیژي، او بیا تر درېدو وروسته بیرته حرکت کوي.د برتانیا صدراعظم کایر سټارمر دا پېښه وحشتناکه وبلله او د بیړني حالت کارکوونکو د قربانیانو ستاینه یې وکړه.