د نورستان د واما ولسوالۍ په ځنګلونو کې اور لا نه دی مړ شوی
د نورستان د واما ولسوالۍ په ځنګلونو کې اور لګېدلی دی.د راپورونو له مخې، اور درې ورځې مخکې د واما ولسوالۍ د "کوردار" سیمې په ځنګلونو کې پیل شو او لا هم نه دی کنټرول شوی.راپورونه وايي چې ځایي اوسیدونکي او طالبان هڅه کوي چې اور کنټرول کړي خو د تجهیزاتو د نشتوالي له امله یې توان نه لري چې دا کار وکړي.دا څرګنده نه ده چې تر اوسه څومره ځنګل سوځلی دی یا د اور لامل څه و.څو ورځې مخکې د کنړ ولایت په چوکي ولسوالۍ کې په یوه بله پېښه کې هم اور لګېدلی و چې تر درو ورځو زیات دوام یې وکړ او ۳۰ هکتاره ځنګل یې وسوځی.