ترکمنستان له طالبانو سره د نړیوالو خبرې او دې برخه کې عملي هڅې مهمې بللي
د ترکمنستان ولسمشر وايي چې له طالبانو سره د نړیوالو خبرو اترو د رامنځته کولو لپاره د عملي هڅو دوام مهم دی.
د ترکمنستاني رسنیو د راپورونو له مخې، سردار بردي محمدوف د مرکزي آسیا ایټالیا په لومړۍ سرمشریزه کې وویل چې د سیمه ییز امنیت په مسله کې باید د افغانستان وضعیت له پامه ونه غورځول شي.