د اوکراین پر خارکیف ښار د روسیې په تازه بریدونو کې ملکیانو ته مرګژوبله اوښتې ده
روسیې تیره شپه د اوکراین پر دویم لوی ښار خارکیف پراخ هوايي بریدونه کړې دي.اوکرایني چارواکو ویلي، له ۲۰۲۲کال راهیسې دا پر خارکیف تر ټولو پراخ بریدونه دي.د خارکیف ښاروال وايي، په بریدونو کې درې کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.په سیمه کې یوې عیني شاهدې ازادي راډیو ته وویل، "دلته یوې ښځې په چیغو د مرستې غوښتنه کوله، لور يې په اتم پوړ کې بنده پاتې وه. شکر خدایه چې ژغورونکو وکولی شو چې ځان وروسوي، ډیر زیات دود وو، نفس اخیستل ممکن نه وو".روسیې پرون جمعه د اوکراین پلازمینه کیف په هوايي بریدونو کې په نښه کړی وه چې ملکیانو ته په کې مرګژوبله اوښتې وه.