پرتګال د ملتونو جام وګاټه؛ د رونالډو لپاره د احساساتو ډکه بریا
پرتګال د اروپايي ملتونو د فوټبال اتلولي وګټله.د اروپايي ملتونو د فوټبال د لیګ پایلوبه د پرتګال او هسپانیې تر منځ د یکشنبې په شپه د مونیخ په الیانز ارینا سټډیوم کې وشوه.دا لوبه په ټاکلو نوي دقیقو کې ۲ – ۲ مساوي شوه او په اضافي وختونو کې هم پایله همداسې پاتې شوه.دا په زړه پورې لوبه بالاخره پنالټي شوټونو ته ورسېده چېرته چې پرتګال وتوانېد ۵ پر ۳ خپل سیال مات کړي.دا د اروپايي ملتونو د فوټبال په لیګ کې د پرتګال د ملي ټیم دویم وار اتلولي وه.د یکشنبې شپې په لوبه کې د هسپانیې لپاره مارتین زوبیمیندي او میکل اویارزابل ګولونه ووهل. د پرتګال لپاره نونو میندیز لومړی ګول ترسره کړی وو او دویم ګول د نړۍ وتلي فوټبال کریستیانو رونالډو په ۶۱مه دقیقه کې ترسره کړ.