د فوټبال افغان ملي لوبډله سبا د سوریې د فوټبال له ملي لوبډلې سره لوبه لري
تمه ده سبا سه شنبې د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله د سوریه د فوټبال له ملي لوبډلې سره مخامخ شي.د فوټبال فدرسیون د معلومات له مخې، دا سیالۍ د اسیا ملتونو جام د مقدماتي لوبو په ترڅ کې په سعودي عربستان کې ترسره کیږي.د افغانستان د فوټبال ملې لوبډله له یوې اونۍ راهیسې د سعودي عربستان په ترمیني الاحسا تمریني کمپ کې دي او د سوریه پر وړاندې لوبې ته تیاری نیسي.د افغان لوبډلې سبانۍ لوبه د ملي ټیم د نوي ایټالیوي روزونکي وینجنزو البرتو انزه تر مشرۍ لاندې ترسره کیږي.ښاغلي انزه تیره میاشت د فوټبال د ملي لوبډلې د روزونکي په توګه وټاکل شو.د فوټبال افغان ملي لوبډله سبا د سوریې د فوټبال له ملي لوبډلې سره لوبه لري