په امریکا کې د فدرالي ځواکونو د اقداماتو خلاف مظاهرې روانې دي
د کډوالي دقوانینو دپلي کولو لپاره دفدرالي ځواکونو داقداماتو اود ولسمشر ټرمپ لخوا لاس انجلس ښار ته د ملي ګارد او سمندري ځواکونو د استولو خلاف مظاهرې په ټوله امریکا کې د خوریدو په حال کې دي.اسوشیتد پرس خبري آژانس رپوټ ورکوي چې د مهاجرت او ګمرک خلاف ډیری دغه مظاهرې سوله ایزې ترسره شوي خوپه ځینو کې یې د پولیسو او مظاهره چیانو ترمینځ نښتې شوي او سلګونه کسان نیول شوي دي.د مظاهرو دتیتولو لپاره له اوښکي بهونکي ګاز کار اخیستل شوی دی.د تګزاس ایالت جمهوري پلوي والی ګرګ ابوت د ټولنیزو رسنیو له لاری خلکو ته خبر ورکړ چې دملي ګارډ ځواکونه د سولې او نظم دساتنې لپاره ددغه ایالت په بیلابیلوځایونو کې ځای پرځای کیږي.خو ددغو ځواکونو دشمیر په هکله یې څه ونه ویل.د ولسمشر ټرمپ حکومت ویلي دي چې دغیرقانوني کډوالو د ویستلو لپاره یرغلونه به پرته له وقفې دوام ولري .دغه مظاهرې دتیرې جمعې په ورځ دلاس انجلس ښار څخه پیل شوې.