داسرائیلو اردو وایي په ایران برید کې ۲۰۰ جنګي الوتکو برخه اخیستې
ایران تر۱۰۰ زیاتې بې پیلوټه الوتکې د اسرائیلو په لور توغولي دي. د اسرائیلو اردو شیبه مخکې اعلان وکړچې ایران دغه شمیر الوتکې توغولي او اسرائیل یې دنسکورولو لپاره تابیا نیولې ده. داسرائیلو اردو وویل په ایران برید کې د اسرائیلو ۲۰۰ جنګي الوتکو ګډون وکړ او څه دپاسه ۱۰۰ هدفونه ویشتل شوي دي.