پر اوکرایین د روسیې تر ټولو لویه هوايي حمله؛ ۵۰۰ ډرون او توغندي ویشتل شوي
کییف وايي، روسیې د جګړې له پیل راهیسې په تر ټولو لوی هوايي برید کې پر اوکراین له ۵۰۰ څخه زیات توغندي او ډرونونه وویشتل.په ګڼو سیمو کې خلکو ته د مرګژوبلې د اوښتو راپورونه ورکړل شوي خو لا یې کره ارقام نه دي خپاره.د اوکراین ولسمشر ولودومیر زیلینسکي په ټولنیزو رسنیو کې په یوه بیان کې لیکلي:د اوکراین هوايي ځواک وویل چې دوی د شپې لخوا توغول شوي ۲۴۹ روسي ډرونونه او توغندي نسکور کړي، او ۲۲۵ ډرونونه له رادار څخه ورک شوي دي.د اوکرایین د هوايي ځواک د مخابراتو مشر، یوري اهنات، اسوشیټیډ پریس ته وویل چې د روسیې دا وروستۍ حمله د ۲۰۲۲ کال له فبروري چې پر اوکرایین د روسیې غیر موجه یرغل پيل شو په اوکراین باندې "تر ټولو لویه هوايي حمله" وه.د اوکرایین ګاونډیو هېوادونو هم بیا ځان چمتو کړی.له دې ډلې د پولنډ پوځ د جون په ۲۹مه وویل چې دې برید پولنډ او متحد هیوادونه وهڅول چې د هوايي حریم د خوندیتوب د ډاډمنتیا لپاره پوځي الوتکې اسمان ته پورته کړي.د اوکراین په لویدیځ کې د لږ تر لږه شپږو سیمو څخه د تلفاتو او زیانونو راپور ورکړل شوی.د اوکرایین په لویدیځ کې د لویف او ایوانو-فرانکیوسک، په جنوب کې میکولایف، په جنوب ختیځ کې زاپوریژیا او په مرکزي اوکراین کې پولتاوا هه سیمې دي چې بېګا په نښه شوي.د اوکرایین ولسمشر ولودومیر زیلینسکي یو وار بیا د اوکراین په لویدیځو متحدینو غږ وکړ چې د روسیې د بریدونو په وړاندې د کییف دوامداره ملاتړ وکړي.پر اوکرایین دغه لوی برید هغه هڅې هم کمرنګه کړې چې د دې درې کلن جنګ د درېدو لپاره پيل شوې دي.