د زعفرانو په کښت کې سلګونه ښځې بوختې دي، دوی وایي که محدودیتونه کم شي، حاصلات نړیوالو بازارونو ته رسولی شي
یو شمیر افغان میرمنې وایي، د زعفرانو د کښت، پروسس او سوداګرۍ له لارې یې ځان او ګڼو نورو ښځو ته د کار زمینه برابره کړې.
دوی ازادي راډیو ته وویل، د طالبانو حکومت لخوا یې محدودیتونو کار سخت کړې، او په خبره یې که دا محدودیتونه پرې کم شي، تر نړیوالو بازارونو خپل زعفران رسولی او پلورلی شي.