پاکستان کې سیلابونو ۴۵ تنه مړه کړي، زیاته مرګ ژوبله خیبر پښتونخوا کې پیښه شوې
په پاکستان کې د وروستیو سیلابونو له کبله د مړو شویو کسانو شمېر ۴۵ ته پورته شوی دی.په پاکستان کې له پيښو سره د مبارزې ادارې پرون یکشنبه ( د چنګاښ ۸مه) ویلي، د سر ډیر زیان له افغانستان سره په پوله خیبرپښتونخوا ایالت کې اوښتی دی.دغه ایالت کې سیلابونو ۲۱ تنه مړه کړي چې ۱۱ یې ماشومان دي.یوازې ۱۴ تنه په سوات کې د تیرې جمعې په ورځ هغه مهال مړه شول چې د سیلاب اوبو په یوه وړه غونډۍ ایسار کړل او ژغورنې ته یې څوک ور و نه رسېدل.په سند، پنجاب او بلوچستان ایالتونو کې هم له تیرې چهارشنبې راهیسې موسمي بارانونو او سیلابونو خلکو ته د سر او مال زیان اړولی دی.