۷۵ افغان معلولینو ته په بریالۍ توګه مصنوعي پښې نصب شوې
د هند په مرسته لسګونو افغان معلولینو ته مصنوعي پښې ولګول شوې.د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند راندیر جیسوال پرون په خپله ایکس پاڼه دا خبر ورکړی.هغه لیکلي د هند د یوې خیریه موسسې جیپور فوټ له خوا ۷۵ افغان معلولینو ته په بریالۍ توګه مصنوعي پښې نصب شوې.جیسوال دا کار له افغانستان سره د هند د بشري مرستو یوه برخه وبلله او زیاته یې کړه چې د مصنوعي پښو د لګولو دا پنځه ورځنی کمپ له تود هرکلي سره مخ شو.په افغانستان کې لسیزو جګړو لکونه کسان ټپيان او له ډلې یې ګڼ تلپاتې معلوله کړل. اکثر د دغو معلولین غبرګې پښې، لاسونه یا یو لاس یا پښه پرې شوې ده.سره صلیب نړیوالې کمېټې ویلي دوی سره لږ تر لږه ۲۱۰ زره فزیکي معلولیت لرونکي کسان ثبت دي چې له ډلې یې تېرو څو کلونو کې له شاوخوا یو نیم لکو دغو معلولینو سره مرستې شوي.