امریکا د محمودشاه حبیبي د موندلو لپاره جایزه اعلان کړه
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د "عدالت لپاره انعام" (Rewards for Justice – RFJ) په نوم د امریکايي سوداګر محمود شاه حبیبي، د ځای، ژغورنې او خوندي بېرته ستنېدو په اړه د معلوماتو لپاره تر ۵ میلیون ډالرو پورې انعام اعلان کړی دی.
ښاغلی حبیبي د ۲۰۲۲ کال د اګست په ۱۰مه په افغانستان کې تښتول شوی و.
محمود شاه حبیبي د کابل ښار په مربوطاتو کې له خپل موټر څخه له موټر چلوونکي سره یو ځای تښتول شوی او د طالبانو د استخباراتو عمومي ریاست له خوا نیول شوی دی.
د تښتولو په مهال، نوموړي په کابل کې د یوې مخابراتي کمپنۍ د سلاکار په توګه کار کاوه. له نیول کېدو وروسته تر اوسه پورې د هغه په اړه هېڅ معلومات نه دي ورکړل شوي، او طالبانو هم تر دې دمه د هغه د ځای یا وضعیت په اړه هېڅ وضاحت نه دی ورکړی.
د امریکا د باندنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې د ټېلفون شمېره او همداراز د وټس اپ او ټیلګرام شمېرې اعلان کړي او ویلي، هر څوک چې د محمود شاه حبیبي په اړه معلومات لري، له دوی سره دې شریک کړي.
تر دې وړاندې په ځینو راپورونو کې ویل شوي وو چې طالبانو محمود شاه حبیبي له نیولو وروسته القاعده شبکې ته سپارلی دی.