په ایران کې د افغان کډوالو وضعیت ته د ملګرو ملتونو اندیښنې، کډوال وایي، بدې ورځې ګالي
د ملګرو ملتونو کارپوهانو په ایران کې د افغان کډوالو او مذهبي او قومي لږکیو په وړاندې پر شته تبعیض، تاوتریخوالي او د هغوی په نیولو اندیښنه څرګنده کړې ده.
د دغو کارپوهانو په راپور کې راغلي چې په دغه هېواد کې سلګونه افغانان او د مذهبي اوقومي لږکیو غړي د جاسوسۍ په تور نیول شوي دي.