غزه کې ۵ اسراییلي سرتیري د ماین په چاودنه کې وژل شوي
د اسراییل پوځ وایي، پنځه سرتیري یې تیره شپه د غزې په شمال کې وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.لویدیځو اژانسونو د اسراییلي رسنیو په حواله لیکلي، دغه سرتیري په ګزمه وتلي وو چې ماین پرې وچاودېد.بل لورته د غزې روغتیایي چارواکو ویلي چې پر دو سیمو د اسراییلو په بریدونو کې لږ تر لږه ۱۸ تنه وژل شوي دي.دا په داسې حال کې ده چې د غزې د جګړې دواړه لوري دا مهال د امریکا په منځګړیتوب د دوه میاشتني اوربند د طرحې په ارزونه بوخت دي.